امنیت

په هلمند کې دطالبانو د جنګي وسايلو کشف

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يوه زياته اندازه جنګي وسايل  په هلمند ولايت کې کشف شول .
دغه وسايل او تجهيزات نن هغه وخت  کشف او ترلاسه شول  چې دلښکرګاه ښار په لور ليږدول کيدل .
  دهلمند ولايت يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې ددغو  وسلو او تنجهيزاتو ليږدونکي تښتيدلي دي او دهغوى دنيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
ده وويل چې په دغو وسلو او تجهيزاتو کې يوه زياته اندازه  سپکې او درندې وسلې  ، بمونه او دوه  ځانمرګي واسکټونه شامل دي .
  ويل کيږي چې  طالبانو غوښتل چې  په دغو جنګي وسايلو سره  په لښکرګاه ښار کې  يو لړ ډار اچوونکي پيښې رامنځته کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته