
-کابل باختر د وري اتمه :
په نوي ډيلي کې دافغانستان سفير شيراحمد ابدالي ويلي دي چې هند افغانستان ته دسلو مليونو ډالرو په ارزښت له بلا روسي څخه څلور هليکوپترونه پيري .
ده زياته کړې ده چې دغه هليکوپترونه نوي نه دي بلکي مستعمل دي .
خو پرزې او تجهيزات يې نوي کيږي او افغانستان ته ددغو هليکوپترونو دليږدونې بهير به په راتلونکو څلورو مياشتو کې پيل شي .
داپه داسې حال کې ده چې افغانستان غواړي تر راتلونکو څلورو کلونو پورې خپل هوايي ځواکونه تر يوې اندازې پورې په پرمختللو الوتکو او تجهيزاتو سمبال کړي . ددغه پلان په عملي کولو کې امريکا زيات رول لري .
مخکې له دې امريکا افغان ځواکونو ته د بلک هاک دهليکوپترونو دسپارلو بهير پيل کړي و او ددغو الوتکو لومړي ګروپ شپږ مياشتې مخکې دافغانستان هوايي ځواکونوته وسپارل شول .
افغان هوايي ځواکونه اوس يوولس بلک هاک الوتکې لري چې له هغو څخه دځواکونو دليږدونې او اکمالاتو او له طالبانو سره په جګړه کې استفاده کيږي .
امريکا وايي چې تر ٢٠٢٤ کال پورې به ١٥٩ بلک هاک ډول هليکوپترونه دافغانستان د ځواکونو په واک کې ورکړي چې دځمکنيو ځواکونو تر څنګ ددغه هېواد هوايي ځواکونه هم پياوړي شي .