ورزش

دافغانستان کرکټ دکرکټ دنړيوالې شورا له امتيازونو څخه برخه من شو.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٨
دکرکټ نړيوالې شورا دافغانستان دکورني کرکټ دڅلور ورځنيو او دشپږ منډو لوبې ته امتياز ورکړ.
دغه امتياز په کورنيو او بهرنيو لوبو کې دهيواد دکرکټ له ځليدو وروسته ورکړ شوى دى.
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک نن دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دکرکټ دنړيوالې شورا دپريکړې له مخې دڅلور ورځينو کورنيو لوبو، لپاره دلومړې درجې امتياز او دکرکټ دشپږومنډو سياليو لپاره دالف درجې امتياز ورکړ شوى دى.
دغه امتيازونه دکرکټ په نړيوالې شورا کې دکرکټ بورد د دريمې غړيتوب لپاره لاره خلاصوي.
اوس دکرکټ په نړيواله شوراکې لس غوره هيوادونه غړيتوب لري او ټاکل شوې ده ددغې شورا يو شمير غړي دولسو هيوادونوته زيات شي چې ويل کيږي چې افغانستان او ايرلند به په دې شورا کې شامل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته