اقتصاد

د مرمرو او ګرانیټ ډبرو د استخراج او پروسس د پانګونې او دغه راز په افغانستان کې د مرمر ډبرو د صنعت طرحه تائید شوه

کابل باختر د وري دمياشتې ٣١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون مازیګر د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې د اقتصاد عالي شورا غونډه وشوه، چې د وچې بندرونو د جوړولو په طرحې بحث یې وکړ او  د مرمرو او ګرانیټ ډبرو د استخراج او پروسس د پانګونې طرحه او دغه راز په افغانستان کې د مرمر ډبرو د صنعت طرحه یې تائید کړه.
لومړی د مالي وزارت مسوولانو په افغانستان کې د وچې بندرونو د جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه. جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، په دې برخه کې باید محدودیتونه، فرصتونه او میعارونه واضح شي.
هغه لارښونه وکړه چې دمالیې او ترانسپورټ وزارتونه دې په زیربنایي چارو کې د جمهوري ریاست د ستر سلاکار تر نظر لاندې د خصوصي او دولتي سکتور سره په همغږۍ پر مشخصې طرحې کار وکړي.
جمهوررئیس غني وویل، د تاسیساتو د جوړولو لپاره باید کمېټه جوړه شي چې په معیاري ډول د معیاري تاسیساتو د جوړولو څرنګوالی وڅاري، ځکه د وچې د بندرونو د جوړولو موخه د وارداتو او صادراتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي. هغه زیاته کړه، هغه کمپنۍ چې  په دې برخه کې کار کوي باید لازم ظرفیتونه ولري
د دغې طرحې په اساس د وچې په بندرونو کې د موټرو د تم ځای سیمه، د ذخېرې اسانتیاوې، ګدام، د بارګېرۍ د تشولو ځای، بسته بندي، د ګمرکي پړاوونو د بشپړولو خدمتونه، لېږد رالېږد، سړې خونې، د توکو لېږد او مالیاتي خدمتونه په کې شامل دي.
د غونډې په دویمه برخه کې په  افغانستان کې د مرمر ډبرو د صنعت په اړه د کانونو او صنایع خونې په همکارۍ د کانونو او سوداګرۍ وزارت پر ګډ راپور  بحث وشو.
له هر اړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه  تائید او پریکړه وشوه چې واضح تخنیکي معیارونه باید عملي شي او هغه شرکتونه چې معیار  (سټنډرډ) مراعتوي تعرفه دې پرې راکمه شي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، حکومت د پانګونو هرکلی کوي او باید د پانګونو ډول او د هغې موثریت تشخیص شي.
د لومړني اټکل له مخې په افغانستان کې د مرمر ډبرو زیرمې تر ۱۵۰ ملیاردو ډالرو زیاتې دي چې کابو ۲۵ استخراجي او ۱۰۸ د پروسس شرکتونه پکې فعالیت کوي.
غونډې د مرمرو او ګرانیت ډبرو د استخراج او پروسس پر پانګونې د نیچرل سنګ پروسس شرکت پر طرحې تفصیلي بحث وکړ او فیصله وشوه چې یادې کمپنۍ ته قرارداد ورکړل شي.
غونډې پریکړه وکړه چې مالیې وزارت دې په دې برخه کې د ګمرکي معافیت په خاطر فیصدي په پام کې ونیسي او د صنعتي برېښنا په برخه کې دې د افغانستان برېښنا شرکت زمینه برابره کړي. ټاکل شوې په دې برخه کې نیچرل کمپنۍ ۱۵ میلیونه  ډالره پانګونه وکړي.#پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته