امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه قوماندانان په بدخشان کې دسولې له بهير سره يوځاى شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
په بدخشان ولايت کې  دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په دوام  دوسله والو طالبانو  دډلې  دوه تنه قوماندانان له خپلو لسو تنو افرادو سره   دسولې له بهير سره يوځاى شول .
سيمه ييزو مقاماتو ويلي دي  دغه طالبان له هغه وروسته   دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول چې په سيمه کې دافغان ځواکونو  چاڼيزو عملياتو  زور اخيستى دى.
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان  جنرال بابه  جان  دباخترآژانس خبريال ته وويل
چې په دغه ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه قوماندانان محمدکاظم او قاري  ذبيح الله دخپلو لسو تنو افرادو په ګډون  دسولې له بهير سره يوځاى شول .
ده زياته کړه چې دغه کسان مخکې له دې  دمولوي امان الدين په مشرۍ په جرم ولسوالۍ کې  په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
امنيه قوماندان تائيد کړه چې دبدخشان و لايت  دجرم او  وردوج په ولسواليو کې  دپوځي عملياتو دوام دوسله والو طالبانو روحيه کمزورې کړې ده  او اوس  دغه طالبان  په شاتګ او دسولې له بهير سره   پيوستون ته  اړ شوي دي .
تيره اوونۍ  دبدخشان ولايت  سيمه ييزو مقاماتو اعلام وکړ چې  دوسله والو طالبانو  دځپلو په مقصد يې   ددغه ولايت  دجرم او وردوج  په ولسواليو کې  ګډ پوځي عمليات پيل کړي دي .
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان وويل  چې په دغو عملياتو کې يې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اړولى دى  او څو کلي يې هم  ددغې ډلې دافرادو له شتون څخه پاک کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته