
کابل، د وږي ۲۶مه، باختر
د هند کرکټ ملي لوبډلې د ۸ ځل لپاره د روان ۲۰۲۳ کال د آسیا جام کرکټ سیالیو اتلولي وګټله.
د یادو سیالیو پایلوبه د سریلانکا او هند ترمنځ ترسره شوه، چې په کې د سریلانکا لوبغاړو ښه پيل ونه کړ او ټوله لوبډله یې په ۱۵.۲ اورو کې په ۵۰ مڼدو جوړولو سره وسوځېده.
د یاد هدف په ځواب کې د هند کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف په ۶ اورو کې پوره کړ او سریلانکا ته یې د ۱۰ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې د هند لپاره محمد سراج ۶ لوبغاړي وسوځول.
د یادونې وړ ده، چې په آسیا جام سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبدله په لومړي پړاو کې له دغه جام څخه حذف شوې وه.