سیاست

افغانستان او نړیوالو شریکانو د پراختیایې پلان په تړاو پرمختګونه وڅیړل

کابل باختر دچنګاښ اتلسمه :
په دې ناسته کې  افغان حکومت، نړیوالې ټولنې، د افغانستان مدني ټولنو او خصوصي سکټور د افغانستان پراختیایې پرمختګونه او لاسته راوړنې او د اصلاحاتو په اجنډا بحث وکړ او یو ځل بیایې د افغانستان د اوږد مهاله پراختیا په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړې.
دماليې وزارت مطب،عاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) ناسته نن د مالیې دوزیر اکلیل حکیمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړي استازي ښاغلي تاداماچې یاماماتو په ګډه مشرۍ جوړه شوه.
دا ناسته د افغانستان د پراختیایي اصلاحاتو، پرمختګونو او لاسته راوړنو، له فساد سره د مبارزې، په قضایي برخه کې په اصلاحاتو، مدني خدمتونو، د خدمتونو وړاندي کولو، خصوصي سکټور، زېربناوو او کار موندنې په برخو متمرکزه وه. دا له بروکسل کنفرانس څخه وروسته چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۴-۵ نېټې جوړ شو، د څارنې او همغږۍ (JCMB) لومړۍ ناسته ده چې د افغانستان لپاره جوړیږي.
دې ناستې د افغانستان او شریکباڼو لپاره دا فرصت برابر کړ چې په افغانستان کې د پرمختګونو، لاسته راوړنو، د سولې ملي چوکاټ او پراختیا پلي کول وڅېړې.
افغان جمهوررييس جلالتمآب محمد اشرف غني له مالیې وزیر او همکارانو څخه مننه وکړه چې ملي عواید یې په سمه توګه راټول او مدیریت کړل.
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د حکومت لاسته راوړنې، ولسي تړون او د خدمتونو یادونه وکړه. نوموړي د سولي ملي چوکاټ او د افغانستان پراختیا (ANPDF) د حکومت له مهمو پالیسیو په توګه یاد کړ او پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ. ده له نړیوالو همکارانو څخه وغوښتل چې له افغانستان سره پراختیایي لومړیتوبونو ته په کتو سره د دې هیواد د پلانونو په پلي کولو کې همکاري وکړي.  دې ته په کتو چې "دولت په سختو او پیچلو حالاتو کې مهم اصلاحات پلي کړي دي" د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو (یوناما) استازي ښاغلي یاماماتو وویل: لاسته راوړنې د پیژندنې وړ دي. نوموړي ګډونوال وهڅول چې له دې ناستې څخه ګټه واخلي او پریکړه وکړي چې دولت او شریکان څه ډول پر مخ روان دي.
نړیوالو شریکانو د هیواد لومړیتوبونو له مخې د فساد د مخنیوي او اقتصادي پیاوړتیا برخو کې خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې د سولې ملي چوکاټ او پراختیا کې به له افغان حکومت سره همکاري کوي.د یادونې وړده چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه په ۲۰۰۶ م کال په جنورۍ کې د امنیت شورا د ۱۶۵۹ګڼه پرېکړې له مخې د څارنې او همغږۍ یو ګډ بورډ جوړ کړ چې د لندن په کنفرانس کې د افغانستان ژمنې په ټولیز او ستراتېژیک ډول همغږي او پلي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته