امنیت

د بدخشان ولايت د جګپوړوکسانو د ترور لپاره د طالبانو طرحه شنډه شوه

کابل – باختر دزمري دمياشتې ٣
د بدخشان ولايت د جګپوړو چارواکو د ترورلپاره د وسله والوطالبانو طرحه نن شنډه شوه.
پوليس وايي: دغې ډلې غوښتل چې د يو لړ ځانمرګو بريدونو په ترسره کولو سره په دغه ولايت کې په جګپوړو دولتي چارواکو بريدونه وکړي .
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال سيد عبدالقدير صياد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو د طالبانو د دغې طرحې په اړوند د تروريستي بريدونو دوه تنه طرحان او دوه تنه ځانمرګي يرغلګر نيولي دي .
ده تاييدکړه: د بدخشان ولايت امنيتي ځواکونه له نيول شويو کسانو څخه له پوښتنې وروسته دې نتيجې ته رسيدلې دي چې ټاکل شوې وه يرغلګر د را روان نيکمرغه کوچني اختر په ورځوکې ددغه ولايت ځينې سيمه ييز مقامات ترورکړي.
نيول شوي کسان د بدخشان او کندز د ولايتونو اصلي اوسيدونکي دي او زياته موده يې په شمالي وزيرستان کې د تروريستي ډلو له خوا د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو د څرنګوالي په باره کې زده کړې کړې دي .
د ترلاسه شويو خبرونو له مخې: له نيول شويوکسانوڅخه دوه ځانمرګي واسکټونه ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته