امنیت

دخلکو ملاتړ امنيتي منسوبينوته زياته انګيزه ورکړې ده .

کابل باختر د سلواغې درې ويشتمه :
له امنيتي منسوبينو سره دخلکو ورځ په ورځ زياتيدونکي ملاتړ له بل هر وخت څخه زيات دهيواد دهر امنيتي منسوب  په احساس کې دځمکنۍ  بشپړتيا او دامنيت ددفاع انګيزه  پياوړې کړې ده.
دامنيتي بنسټونوله افسرانو او سرتيرو  سره دهيواد په ګوټ ګوټ کې دبيلابيلو قشرونو او په تيره بيا دديني عالمانو او  دقومي مشرانو ملاتړ له يوې خوا دخلکو دسراو مال دساتنې او دفاع لپاره  دامنيتي منسوبينو  دهڅونې سبب  شوي دي له بلې خوا هم دهيواد دهر ځوان  په فکر کې له امنيتي  مرکزونوسره  دپيوستون احساس ژوندى کړى دى .
  دملي اردوسرتيرى عبدالصبور  دباختراژانس  خبريال ته وويل: له بل هر وخت څخه زيات  خپلو هيوادوالو ته دامنيت  تامينول  زيات ارزښت لري او په دې کار کې به يوه شيبه هم عفلت ونه کړي .
دملي اردو افسر نياز محمد په دې باور دى چې دهيواد په ګوټ ګوټ کې دامنيت تامينول دده او دده دملګرومسووليت دى .
له همدې امله په هرځاى کې چې دښمن دخلکو دامنيت دګډودولو لپاره سرپورته کړي، دى دهغو دځپلو لپاره چمتو دى .
دملي اردو دغه افسر  وايي چې  نن له بل هر وخت څخه زيات ځوانان تر بيرغ لاندې خدمت غوره بولي او دهرې ورځې په تيريدو سره دامنيتي ځواکونو ليکې دهيواد  داحساس لرونکو او درک لرونکو ځوانانو په ګډون پياوړې کيږي .
دپوليسو سرتيرى منير احمد وايي کله چې په پوځي يونيفورم سمباليږي  ده ته يو ډول غرور پيداکيږي او دى دا درک کوي چې دخپل هيواد دښځو، ماشومانواو بوډاګانودامنيت  دتامينولو په مقصد خپل پور اداکوي او ځوانانو ته خوندي شرايط برابروي چې هغوى په ښوونې او روزنې لاس پورې کړي او دخپل هيواد دراتلوونکي جوړونکي شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته