خبرونهټولنه

په بامیانو کې ۴۲۲ کورنیو ته د څښاک برابرېږي

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د بامیانو په مرکز کې د نږدې ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاګ اوبو د یوې شبکې د رغولو چارې پیل شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي له اسلامیک ریلیف موسسې څخه د مننې ترڅنګ وویل چې سیمه ییزه اداره هڅه کوي چې د خلکو ستونزې حل کړي.
ورته مهال د اسلامیک ریلیف موسسې مسوول حبیب الرحمن احدي وویل چې دغه شبکه د مرکز اړوند شهیدانو دروازې سیمه کې د یادې موسسې له لوري د ۴ میلیونو ۷۸۷ زره او ۱۱۱ افغانیو په لګښت رغول کېږي.
احدي زیاته کړه چې د یادې شبکې په جوړېدو سره به د سیمې ۴۲۲ کورنیو، یوه ښوونځی او درېیو جوماتونو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته