ورزش

په باميانو کې دځغاستې سيالۍ ترسره شوې .

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
حنيفې جعفري  او حسين وکيلي  دځغاستې  په هغو سياليو کې چې پرون په باميانو کې  ترسره شوې لومړي مقامونه  وګتل .
  دباميانو ورزشي آمر  سيد اسحق هاشمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ  دالمپيک  دنړيوالې  ورځې او دافغانستان دخپلواکۍ  دسلمې کاليزې په مناسبت  دهلکانو او نجونو په برخو کې ترسره شوې   چې ددوه نيم کيلومترو په واټن دحسين وکيلي ، طاهر جميلي او نواب الدين په ترتيب سره لومړي ، دويم او دريم مقامونه وګتل .
دغه راز دنجونو په برخه کې  ديو کيلومترو په واټن حنيفې جعفري  ، رخشانه حسيني او نرجس عزيزي په ترتيب سره لومړى ، دويم او درېم مقامونه  ګتلي دي .
هغه ددغو سياليو  دترسره کولو  موخه دهېواددخپلواکۍ  په بېرته ترلاسه کولو کې دنيکونو دسرښندنې  يادونه اوورزش ته دځوانانو هڅول او په دغه ولايت کې دورزش بنسټيز کول وبلل .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته