امنیت

په بادغیس کې درې تنه پولیس شهدان شول .

قلعه نو باختر آژانس د وري ۲۰مه .
پرون د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په خیرخانې  ساحه کې درې تنه پولیس شهدان شول .
د بادغیس ولایت د ولایتي شورا ريېس عبرالعزیز بیک د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د پولیسو دغه منسوبان هغه وخت شهدان شول چې وسله والو طالبانو د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د خیرخانې په ساحه کې د پولیسو پر پوستو باندې برید وکړو .
ویل کیږي چې په دغه برید کې دری تنه نور پولیس ټپیان شوي دي .
دیادونې وړ ده وسله والو طالبانو ته هم زیان اوښتی خو دقیق شمیر یی معلوم نه دی
همدارنګه ځای چارواکي زیاتوي چې د وسله والو طالبانو دغه څلورم برید دي چې ددوو اوونيو په بهيرکې د خیرخانې په ساحه کې د پولیسو پر پوستوباندې  کیږي .
پای/ ځدران 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته