امنیت

شپږ سوه څلويښت کيلوګرامه اپين ترلاسه شول .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
  شپږ سوه څلويښت کيلو ګرامه اپين دملي اردو دځواکونولاس ته ورغلي دي
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره ويلي دي  د ٢٠٥ اتل قول اردو دڅلورمې پلې لوا  قوماندان دروزګان ولايت دګيزاب ولسوالۍ دسيدانو دتنګي درې په مربوطاتو کې ٦٤٠ کيلوګرامه اپين چې  په مهارت سره په يوه کاماز ډوله موټر کې ځاى پرځاى کړي و کشف او ضبط کړل او دغه راز دوه تنه ددغو توکو دقاچاقو په تور نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته