کابل/ د مرغومي ۱۶مه/ باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په فاریاب کې د پوځیانو په عملیاتوکې ووژل شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ په شاقاسمي کلي کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتوکې ووژل شول.
رضایي زیاته کړه چې په عملیاتوکې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېسیون رییس په عدالت مشهور قاري جيلان له ١١ ملګرو سره یې ټپي شو.
پای/شکریه
8 د یوې دقیقې څخه لږ