ښوونه او روزنه

په لوګرکې د قرآن عظيم الشان ختم وشو

کابل باختر د وري يو ويشتمه :
د لوګر د ولايتي شورا د مرستيال شهيد ډاکتر عبدالولي وکيل او د نورو شهيدانو د فاتحې اخيستلو او د قرآن عظيم الشان د ختم مراسم د لوګر ولايت په پل علم ښارکې پرځاى شول.
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفيق  پوپل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو مراسموکې د ولايتي شورا غړو، د دولتي ادارو رييسانو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او د دولتي ادارو کارکوونکو ګډون کړى و .
د ولايتي شورا مرستيال تېره اوونۍ دکابل _ جلال آباد په لويه لاره کې د يوې ترافيکي پېښې په امله شهيد شو.
  شهيد ډاکتر عبدالولي ١٠ کاله د لوګر د ولايتي شورا د رييس او مرستيال  په توګه د خلکو په خدمت کې و .
  ختم_  مينه _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته