امنیت

دولت د امن کورونه تمويلوي

کابل/ باختر د ثور ١٦:
د ښځو د چارو وزارت وياند وايي: په هېوادکې د امن کورونه به د حکومت له خوا تمويل شي او په دې لاره کې د دغه وزارت هلې ځلې دوام لري .
د ښځو د چارو وزارت وياند پرون له يوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبروکې وويل چې
د امن کورونه د افغانستان د حکومت له ملاتړ څخه برخمن دي.
دا په داسې حال کې ده چې يوشمېر موسسې چې د دغو کورونو مديريت په غاړه لري، انديښنه څرګنده کړې ده: که چيرې د امن کورونو لپاره بهرنۍ مرستې  بندې شي؛ دغه کورونه به وتړل شي .
د هېواد جمهور رييس ژمنه کړې ده چې د امن کورونه يې د دولت له بودجې څخه  تمويلوي.
ده وويل چې اوس د افغانستان په شلو ولايتونوکې د امن اووه ويشت کورونه شته چې له دې جملې څخه د امن شپږ کورونه په کابل کې دي.
دغه راز له دې جملې څخه يو کور له ٢٠٠٤ م کال څخه را پديخوا د افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره د انساني مرستو د موسسې له خوا اداره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته