لښکر ګاه باختر د سلواغې ۲ مه
د هلمند ولایت د نهر سراج او د سنګین ولسوالیو په مربوطاتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره ورځ د افغان هوايي ځواکونو د بېلابېلو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې، په دغو بریدونو کې د وسله والو طالبانو، وسلې، مهمات او یو پټنځی هم له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شويو بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال