ټولنه

دبشري منابعو دمديريت دګډې ستراتيژۍ دبرابرولو قرارداد لاسليک شو .

کابل باختر د ثور شپږمه :
  دجرمني د پارتيسپ له مشاورتې شرکت  سره دسترې محکمې او لوى څارنوالۍ  ترمنځ دبشري منابعو دمديريت دګډې ستراتيژۍ  دبرابرولو قراردادلاسليک شو .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په هغو مراسمو کې چې نن له غرمې وروسته دسترې محکمې په مقر کې پرځاى شوي و .
دسترې محکمې رييس  قانونپوه سيديوسف  حليم ،  لوى څارنوال محمد فريد حميدي  او ددغو دواړو ارګانونو ځينو رييسانو او ددغه شرکت او دنړيوال بانک استازو ګډون  درلود .
لومړۍ دبشري  منابعو دمديريت دګدې ستراتيژۍ  دطرحې په باب چې ټاکل شوې ده دافغانستان دعدلي او قضايي  خدمتونو دوړاندې کولو دپروګرام  دفعاليتونو په چوکاټ کې برابره شي او موخه يې دسترې محکمې او لوى څارنوالۍ دبشري منابعو په برخو کې  اصلاحات دي خبرې وشوې او څرګنده شوه چې په ګټور او اغيزمن ډول دعدلي او قضايي خدمتونو وړاندې کول ددغو بنسټونو دمنسوبينو دتياري اوهمکاريو په کچې پورې اړه لري له دې امله ستره محکمه او لويه څارنوالۍ بايد دخپلو بشري منابعو دمديريت سيستم دعدلي اوقضايي بنسټونولپاره دبشري منابعو دپرمختيا دپنځه کلني ستراتيژۍ په چوکاټ کې  چې دنړيوال بانک له خوا او له عدلي اوقضايي بنسټونوسره په همغږۍ  کې  برابره شوې ده عيار کړي  چې له مخې يې ددې فرصت برابر شي چې منسجم ، غور ، ژمن ، ځواب ورکوونکى اوګټور کاري ځواک وروزل شي
ديادونې وړ ده چې دغه بهير ددغه شرکت له خوا چې تمويلوونکى يې نړيوال بانک دى پرمخ بيول کيږي .
ديادونې وړ ده دنظر وړ قرارداد چې پړاونه يې په دې وروستيو وختو کې دتدارکاتو دملي کميسيون له خوا بشپړ  شوي دي دلوى څارنوالۍ  له خوا لوى څارنوال ، دسترې محکمې له خوا دقضاييه  قوې دادارې دعمومي امريت دسرپرست او دشرکت له خوا ښاغلى ګريم جکسن لاسليک کړ او دسترې محکمې درييس قانونپوه  سيديوسف  حليم او دعدلي اوقضايي خدمتونو دوړاندې کولو دپروژې درييس له خوا منظور شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته