خبرونهاقتصادټولنه

د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست روان کال نږدې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د لړم ۲۸مه، باختر

د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسؤلین وایي، چې د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر دې دمه یې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د لوګرد کانونو او پټرولیم رئیس مولوي نقیب احمد فرقاني باختر آژانس ته وویل چې دامهال د ولایت په کچه د ۱۱ کانونو  کار دوام لري، ۳ کانونه تر اکتشاف لاندې دي او د یو شمېر نورو کانونو جیولوژیکي سروې هم روانه ده.

ښاغلي فرقاني زیاته کړه؛ چې د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر دې دمه له یادو کانونو څخه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې په لوګر کې لسګونه کانونه شتون لري، چې د کرومایټ ډبرې یې ښې بېلګې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته