امنیت

په قندهار کې ددوو تنو ماشومانو دوژنې عاملين وغندل شول.

کابلباختردجوزا٢٢
دقندهاردولايتي شوراغړو ددغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو له خوا ددوو تنو ماشومانو د وژنې عاملين په کلکه وغندل اودهغوى د محاکمه کولو غوښتنه يې وکړه .
له قندهار ښارڅخه د باختراژانس دخبريال د خبر له مخې، دقند هارد ولايتي شورا غړو نن د يوې غونډې په ترڅ کې د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددوو دولس کلنو او١٦ کلنو ماشومانو د وژل کيدو په باب د وسله والو طالبانو وحشيانه عمل په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده او له دولت څخه يې وغوښتل چې ددغو قضيو عاملين ډير ژر ونيسي او عدلي اوقضا يي مراجعو ته يې معرفي کړي.
د ولايتي شوراغړو دغه راز په دې غونډه کې د زابل اوکابل په ولايتونو کې وحشيانه ترورستي بريدونه چې دلسګونو تنو بي ګناه خلکو دشهادت اوټپي کيدو سبب شول هم وغندل اود هغودعاملينو د محاکمه کولو غوښتنه يې وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته