امنیت

شپږ طالبان په کندز کې ووژل شول

کابل / د ليندۍ١٣مه / باختر
په کندز کې نن شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښته کې د دغه ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول او ٤ نور یې طالبان ټپيان شول.
هغه زياته کړه: نښته هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو پر يوي امنيتي پوستې بريد وکړ چې د پوحيانو له غبرګون سره مخ شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته