کابل باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه :
د ملي بس د تصدۍ په رياست کې ښځو ته د ملکې ثريا د موټر چلونې په نامه د موټر چلونې مرکز جوړ شوى دى.
د( پادا) پروژې مرستيالې بس بي بي احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ښوونځى د ايټالوي موسسې ( پادا) په همکارۍ په مالي ملاتړ د ملي بس د تصدۍ په رياست کې جوړ شوى دى.
دې زياته کړه چې په دغه ښوونځي کې اوس ٤٠ تنه ښځې په عملي او نظري ډول د موټر چلونې د لارو چارو په زده کړې بوختې دي او دغه ښځې د (پادا) موسسې او د ملي بس د تصدۍ رياست له لارې د يوې درې مياشتنۍ دورې لپاره په وړيا ډول منلې شوې دي.
دغه راز د ملي بس د تصدۍ رئيس محمد حيدر اتمر څرګنده کړه: دا لومړى ځل دى چې د ښځو د روزنې لپاره د موټر چلونې يوه ښوونځي د ملي بس په تصدۍ کې په فعاليت پيل کړى دى.
ده وويل چې د دغې روزنيزې دورې شاملان به له فراغت وروسته د ملي بس د تصدۍ په رياست کې کار وکړي.
د (پادا) موسسې يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د ملي بس د تصدۍ په رياست کې ښځو ته د ملکې ثريا د موټر چلوونې ښوونځي د فعاليت د دوام په اړوند د (پادا) موسسې او د ملي بس د تصدۍ د رييسانو ترمنځ خبرې دوام لري.
پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل