امنیت

په جوزجان کې عادى ژوند ته د وسله والو طالبانو ديو قوماندان ستنيدل.

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
په جوزجان ولايت کې دسيمه ييزو طالبانو يو قوماندان دجګړې له دوام څخه لاس واخيست او عادي  ژوند يې غوره  کړ .
ملا فقيرمحمد تراوسه پورې د درزآب ولسوالۍ په ځينو برخو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت  و .
ده دسولې له پروګرام سره ديوځاى کيدو په وخت کې وويل :  له دې وروسته  به دخپل هيواد د بيارغاونې او امنيت دتامينولو په لاره کې  هلې ځلې وکړي.
د جوزجان امنيه قوماندان جنرال فقيرمحمد دپيوستون په  مراسمو کې له ټولو وسله والو طالبانو څخه وغوښتل  چې له  ويجاړولو څخه لاس واخلي او دخپل هيواد په بيارغاونه کې ونډه واخلي.
دجوزجان ولايت دسولې دکميتې يو مسوول باختر آژانس ته وويل  :  دوى  هغو طالبانو ته چې دسولې له بهير سره يوځاى کيږي په کارموندلوکې به مرسته وکړى ويل کيږي ملافقيرمحمد خپله يوه اندازه وسلې اومهمات هم دولت ته سپارلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته