خبرونهفرهنګټولنه

د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه مرکزي بغلان کې د رضاکاره ځوانانو ټولنې فعالیت پیل کړ

کابل، د کب ۲۶ مه، باختر

 د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمریت له لوري ځوانانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د رضاکاره ځوانانو ټولنه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د ټولنې پرانیست غونډې ته په وینا کې وویل، هڅه کوي، چې د دې ټولنې له لارې په مرکزي بغلان کې د ځوانانو فکري او علمي وړتیا لوړه کړي او د ټولنې ځوان نسل ته په بېلابېلو برخو کې د فعالیت کولو آسانتیاوې رامنځته کړي.

هاشمي وویل، چې په تېرو  ۳ کلونو کې یې ځوانانو ته وړیا کورسونه او د هغوی د علمي او فکري وړتیا د لوړولو په موخه زده کړییز پروګرامونه جوړ کړي چې ورسره سلګونه  ځوانان ترې برخمن شوي دي.

د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن وویل چې دغه ټولنه به د ولسوالۍ په کچه ځوانانو ته تر ډېره د پوهنې  د پراختیا، اقتصادي فعالیتونو د زمینې برابرولو او نورو برخو کې فعالیتونه ترسره کړي.

د مرکزي بغلان د ځوانانو استازي ډاکټرحسن ګل الکوزي او محمد رحیم وویل چې د رضاکاره ځوانانو د ټولنې  په فعالیت سره به په دغه ولسوالۍ کې ځوانان په بېلابېلو برخو او برنامو کې ځانونه برخمن وبولي او لاره به هواره کړي چې د ټولنې دغه قشر د ټولنې د اصلاح، سمون او پرمختګ په هدف لا زیاتې هلې ځلې ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته