اقتصاد

صلاح الدين رباني د قرغزستان د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه  :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير پرون له خپل قرغزستاني سيال ايرلان عبدالله اووف سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د قرغزستان جمهوريت د بهرنيو چارو وزيردقرغزستان له خلکو سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د ملاتړ يادونه وکړه او 
د بشر د حقوقو په کميسيون کې يې د افغانستان د غړيتوب له امله مبارکي وويله.
وروسته صلاح الدين رباني هم ديو شان چلند په باب د خپلو هېوادوالو په وړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پر ژمنو باندې په ټينګار سره د هېوادوالۍ په  حقوقو د ټولو هېوادوالو د لاسرسۍ لپاره د زمينې برابرول د افغانستان د دولت دنده وبلله .
په همدې حال کې د بشر د حقوقو په کميسيون کې د افغانستان د غړيتوب لپاره  د قرغزستان جمهوريت د مثبتې رايې او په دغه هېوادکې د انتخاباتو د ترسره کولو له امله خپل قرغزي سيال ته مبارکي وويله او قدردانې وکړه .
د افغانستان د بهرنيو چار وزير د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د غوښتنو د جزئياتو په بيانولو سره له دغو غوښتنوسره د قرغزستان جمهوريت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د لارې پرسر د پرتو خنډونو او ستونزو او زده کړې په باب له خبرو وروسته   د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني په وړانديز او د قرغزستان جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير ايرلان عبدالله اوف په موافقه پريکړه وشوه چې په ډير لنډ ممکن وخت دې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د تحصيلي تفاهم ليک يو ليک هم چمتو او لاسليک شي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته