خبرونهښوونه او روزنه

هېواد علمي او مسلکي کادرونو ته اړتیا لري

کابل، د لړم ۱۶مه، باختر

د پروان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال محصلینو لپاره د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د ۴۰ ورځنۍ روزنیزې دورې په وروستۍ ورځ کې، د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق وویل، چې افغانستان علمي او مسلکي کادرونو ته اړتیا لري.

ملا عبدالصمد صادق زیاته کړه، چې د بېلابېلو څانګو مدیرانو په دې ۴۰ ورځو کې خپلې وروستۍ هڅې وکړې، څو محصلین وکولای شي له دغه روزنیز کورس څخه ښه ګټه پورته کړي.

په همدې حال کې د پروان پوهنتون رییس ډاکټر محمد عزیز کاظم د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې ځوانان زموږ د ټولو لویه سرمایه ده او اسلامي امارت باید د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره د ځوانانو په زده کړو پانګونه وکړي.

د دغه پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له پاملرنې مننه وکړه او ويې ویل، چې د هېواد د آبادۍ لپاره به خپلې هلې ځلې دوامداره وساتي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا