امنیت

امنيتي او دفاعي مرکزونه په انترنټ او تکنالوجۍ سمباليږي

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
د ملي دفاع وزارت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ له وزارت سره يو تفاهم ليک لاسليک کړ چې له مخې يې د هېواد امنيتي او دفاعي مرکزونه او تاسيسات په انترنټ او معلوماتي تکنالوجۍ سمباليږي.
د باختر آژانس دخبر له مخې: د هېواد د ملي دفاع وزير ډګر جنرال ارکانحرب  طارق شاه بهرامي پرون دغه تفاهم ليک په داسې حال کې چې د کورنيو  چارو وزير هم حاضر و، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ له وزير شهزاد آريوبي سره لاسليک کړ.
د دغه تفاهم ليک له مخې، د افغان تيلي کام مخابراتي شرکت د دغې پروژې د عملي کولو مسووليت لري او په لوړ ظرفيت سره د نوري فايبر شبکې او بندويت  د برابرولو د بيو د کمښت او د هغه د ساتنې او څارنې په لاره کې به همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده چې دغه پروژه په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ ددفتر په مالي ملاتړ ترسره کيږي او د دغې پروژې تخنيکي کارونه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت په غاړه دي .
پاى ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته