خبرونهسیاستتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

هېڅ داسې شواهد نشته چې وښايي افغانستان د نورو هېوادونو پر وړاندې يو ګواښ دی

تبصره – کابل، د لړم ٢٣ مه، باختر

د افغانستان په اړه د نورو هېوادونو له خوا ډېرې نارې سورې دي، چې وايي دلته ډار اچوونه ډېره ده، خو په حقیقت کې دلته هېڅ ډار اچونه شتون نه لري.

د باختراژانس مبصرليکي: د روانې مياشتې په بهير کې موږ د ملګرو ملتو سازمان د عمومي ټولنې په ګډون د څو نړيوالو غونډو شاهدان وو، په دې غونډو کې د نورو مسئلو ترڅنګ د افغانستان مسئله هم مطرح شوه او په دغه هېواد کې  په اصطلاح د ډاراچوونکو ډلو د شتون په خاطر اندېښې بيان شوې هغه اندېښنې چې نامؤجه دي او له کوم سند او دليل پرته مطرح کېږي.

له بده مرغه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ګډون يو شمېر هېوادونه سره  له دې چې په يو ډول نه يو ډول له اسلامي امارت سره تعامل او اړيکې لري، خو کله چې د نړيوالو سازمانونو د تربيون ترشا درېږي په افغانستان کې د واقعيتونو د بيانولو پرځاى زياتره له ډاراچونې او په اصطلاح په دغه هېواد کې د ډاراچوونکو ډلو او د سيمې د ناامنه کېدو د خطر شتون يادونه کوي.

خو واقعيت دا دى، چې د وروستيو ورځو او مياشتو په بهير کې د افغانستان په ګاونډيو او د نړۍ په يو شمېرهېوادونو کې بدلونونه رامنځته شوې دي، له لاريونونو نيولې په خپلو سياسي سيالانو له ناوړه قصد څخه نيولې د اوکراين د جګړې او په يو شمېر ګاونډيو هېوادونو کې د دولتي ضد مظاهرو پورې دا ټولې هغه پېښې دي، چې د نړۍ د خلکو ذهنونه يې ځان ته اړولی او دا بدلونونه د نړيوالو رسنيو د خبرونو سرټکي دي.

بايد وويل شي يو شمېر هېوادونه چې د افغانستان له خلکو سره  د دوستۍ نارې وهي د ملګروملتو سازمان او د نورو نړيوالو غونډو تربيونونه د ځان د تعريف لپاره ښه فرصت بولي او ځانونه له افغانستان څخه د ډاراچونې قرباني معرفي کوي په داسې حال کې چې د دغه شان تورونو لګول له اوتو بوتو پرته بل څه نه دي او په خپلو هېوادونو کې د عامه ذهنونو د منحرف کولو په لاره کې  له هلوځلو پرته بل تعريف نه لري.

په افغانستان کې د ديالوګ، خبرو اترو او د مفاهمې منطق شتون لري ، اسلامي امارت تل پر دې ټينګار کوي که چېرې په سيمه ييزو اړيکو کې کومه ستونزه رامنحته شي بايد په مستند ډول طرحه شي  او د حل لپاره يې لارې چارې ولټول شي کله چې  له اسلامي امارت سره د تعامل او اړيکو خبره رامنځته شي، د افغانستان خلکو د ښو دوستانو په توګه ځان مطرح  کوي خو کله چې د هغوى استازي په کوم نړيوال سازمان کې د خبرو فرصت ترلاسه کړي نارې سورې وهي او له افغانستان څخه غير واقعي او جعلي ستونزې طرحه کوي.

اسلامي امارت د دې ترڅنګ چې د ملګروملتو سازمان د عمومي ټولنې په غونډه کې د افغانستان د دوو ګاونډيو هېوادونو ديپلوماټانو څرګندونې بې بنسټه بولې او ټينګار کوي چې په افغانستان کې د ډاراچوونکو ډلو له شتون څخه د يو شمېر هېوادونو اندېښنې له واقعيت څخه لرې دي.

داسې شواهد نشته چې وښايي افغانستان د نورو هېوادونو پر وړاندې يو ګواښ دی.

هيله ده دغه هېوادونه د افغانستان په اړه خپلې خبرې تصحېح کړي او د خپلو ستونزو پېټى د نورو پر اوږو وانه چوي او د نړۍ د سازمانونو تربيونونه بايد د افغانستان په اړه د نړيوالو د تېر اېستلو لپاره  فرصت نه وي.

ج \ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا