کابل باختر د زمري شپږمه :
دغزني ولايت قضايي مقاماتو يوه ميرمن دخپل ميړه دوژنې په تور په شل کاله بند محکومه کړه .
دغه ميرمن په يوه قضايي علني غونډه کې چې پرون جوړه شوه ، په شل کاله بند محکومه شوه .
ددغې قضيې موظف څارنوال دباختراژانس خبريال ته وويل دغې ميرمنې دخپل ورور په ملګرتيا دتير کال دژمي په يوه شپه کې خپل ميړه له وهلو او ډبولو وروسته وژلى و . او مړه يې دخپل کور په انګړ کې چې دغزني ښار دمهاجرينو په ښارګوتي کې دى ښخ کړى و . او خپل کور يې پلورلى و .
خو دتورنې وکيل وايي چې ددغې محکمې پريکړه عادلانه نه ده او د تميز غوښتنه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ