
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت د یوه پلاوي په لېږلو سره د څه باندې ۴۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۸ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي د بدخشان واخان ولسوالۍ واړه او لوی پامیر سیمو ته واستول شول.
د سرحدونو او قبایلو وزارت د نشراتو رئیس مولوي حمدالله فطرت د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغه پلاوي مشري د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني کوله، چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ټاکل شوی و.
مولوي فطرت وایي، چې په دغو مرستو کې د څه باندې ۴۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۰۰ لویې او معیاري خېمې، ۳۵۰ بوجۍ اوړه، ۳۵۰ بوجۍ وریجې، ۸۵۰ کمپلې، د ګاز ډبې او د ژمي بېلابېلې ګرمې جامې شاملې دي، چې ۱۴ قلمه توکي د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت له ګودامونو او ۴ قلمه نور توکي د کډوالو چارو وزارت له بودیجې څخه لېږدول شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د پامیر له اوسېدونکو سره ژمنۍ مرستې په داسې حال کې شوې، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري زمري میاشت کې پامیر ته د خپل ۷ ورځني سفر په ترڅ کې د پامير خلکو ستونزې واورېدې، چې وروسته یې د پامير د اوسېدونکو ستونزې او اړتياوې کابينې ته وړاندې کړې.
هغه وویل، چې د ژمنیو مرستو ترڅنګ په کابینه کې د مخابراتي شبکو لپاره د آنتنونو نصبول، د ورېښمو لارې د جوړېدو، د روغتیایي مرکزونو د رغولو، تمویل او تجهیز په اړه هم پرېکړې شوې دي.
لمر