امنیت

طالبانوپه زابل کې په وروستيو جګړو کې دسردروندزيان زغملى دى .

کابل باختر دوږي  ١٠مه :
په زابل کې په نويو نښتو کې شپږ دېرش وسله وال طالبان ووژل شول او اوولس نور يې ټپيان شول .
دغه جګړې  په تېرو  ٢٤ ساعتو کې داتغر  او دايچوپان دولسواليو په ځينو سيموکې دوسله والو طالبانو په سنګرونو د پوځيانو له بريد وروسته نښتې دي
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو رسنيز دفتر باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې دوسله والو طالبانو ډډلې ددريو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون شپږ دېرش  وسله وال طالبان وژل شوي او اوولس نوريې ټپيان شوي دي
هغه وويل چې دغه جګړې داتغر اودايچوپان په ولسواليو کې دطالبانو په مرکزونو  دپوځيانو له بريد وروسته ونښتې .
درارسيدلو خبرونو له مخې، په دغو بريدونوکې دطالبانو شپږ مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو او تجهيزاتو سره يې دړې وړې شوي دي .
  ختم _عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته