امنیت

دماين دچاودنې له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول .

کابل باختر د کب دويمه :
دپکتيکا ولايت په يوه واټ کې دماين دچاودنې له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول .
دپکتيکا والي امين الله شارق  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه دپکتيکا ولايت د وازه خوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې ديوې کورنۍ دغړو دسپرلۍ يوموټر په ساحه کې روان و چې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او دچاودنې له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغه پيښې په قربانيانو کې يو ورور ، خور او څلور تنه ماشومان شامل دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته