(PS)خبرونه(PS)نړۍ

واشنګټن له کیف سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوي

بهرنۍ رسنۍ، د وږي ۲۷ مه، باختر
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر جان کربي وایي،
د سنا مجلس دواړه خونې له اوکراین سره د روانو پوځي مرستو ملاتړ کوي او دغه
مرستې به دوام مومي.
نوموړي له ډایلي ټلګراف ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې اوس مهال د
کانګریس دواړه مخکښ ګوندونه هم دیموکراتان او هم جمهوريت غوښتونکي له
اوکراین سره د مرستو په برخه کې په یوه خوله دي.
جاني کربي دغه راز ویلي، چې سنا مجلس کې له اوکراین سره د مرستو د پراخ ملاتړ
ترڅنګ یوه کوچنۍ ډله د مخالفو په توګه هم شته چې د دغو مرسته مخه نشي نیولی.
دغه امریکایي چارواکي په داسې مهال له کیف سره د مرستو د دوام خبر ورکړی، چې
تېره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اوکراین ته د سفر
پرمهال له دغه هېواد سره د یومیلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو
مرسته اعلان کړه.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې۵۷۲ تېریږي او مسکو وایي له کیف سره
د لویدیځ روانې مرستې جګړه نوره هم اوږدوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا