
بهرنۍ رسنۍ، د زمري ۲۵ مه، باختر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل مکسیکویي سیال سره د یو ګډ خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې د ایران له زندانونو څخه د امریکایي بندیانو را خوشې کول د بایډن د حکومت په سیاست کې څه بدلون نه شي راوستی او دغه چاره به د تهران پر واندې د واشنګټن دریځ نرم نه کړي.
بلینکن د خبرداري په ډول ویلي، چې پر تهران به خپل فشارونه روان وساتي او پرې به نه ږدي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې ټاکل شوې واشنګټن د ایران له بندخونو څخه د امریکایي زندانیانو د ازادولو په بدل کې د تهران میلیاردونه ډالر ازاد کړي.
ورته وخت کې فایننشال ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې امریکا په قطر او عمان کې له ایران سره د وروستیو غیرمستقیمو خبرو پر مهال روسیې ته د ډرون الوتکو د ورکړې د بندیز غوښتنه کړې ده.