خبرونهسیاستنړۍ

واشنګټن پوست: د کابل د بيا رغونې لپاره ١٨٠ پروژې ترلاس لاندې دي

کابل، د مرغومې ١٩مه، باختر

په داسې حال کې، چې زياتره غربي رسنۍ هره ورځ د افغانستان او اسلامي امارت په اړه منفي او تحريف شوي خبرونه خپروي، خو د واشنګتن پوست ورځپاڼې په خپلې يوه وروستۍ ګڼه کې له سياسي مسایلو جلا په کابل کې د بيا رغونې او جوړولو مسئله اخيستې ده او ويلي يې دي، چې اسلامي امارت د پلازمېنې د څېرې د بدلون په لټه کې دى.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د خپور شوي راپور په دوام ليکلي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بيا برياليتوب څخه د څه د پاسه يو کال په تېريدو سره اوس د دغه هېواد مقامات په پلازمینه کې د دغه ښار د څېرې د بدلون لپاره يو لړ اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼه د کابل حالت په اړه په يوه راپور کې ليکلي، چې د اسلامي امارت مقاماتو د افغانستان پلازمینه د څېرې د بدلون لپاره يو لړ مهم پروګرامونه پيل کړي دي.

کابل يو ستر او زيات وګړي لرونکى ښار دى، چې اوس هم د کورنيو جګړو او د بهرني يرغل ټپونه او نښې نښانې د هغه پر دېوالونو ښکاري.

واشنګټن پوست ليکلي، چې د نيالګيو د اېښودلو د څلو او واټونو د جوړولو په ګډون ١٨٠ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې لګښت يې نږدې ٩٠ ميليونه ډالره اټکل شوى دى.

په داسې حال کې چې په تېرو څو لسيزو کې زياتره دولتي او آن شخصي ودانۍ په کابل کې په سمنټي دېوالونو سره له سړکونو څخه جلا شوې وې؛ اوس زياتره دغه خنډونه د لرې کولو په حال کې دي. هغه اصلي دليل چې په کابل ښار کې ښکلې او دولتي ودانۍ د خلکو له لاسرسي څخه جلا  کړې وې له نا امنيو څخه وېره وه، چې د بهرنيو ځواکونو شتون پر دغه ښار سيوری اچولی و، په داسې حال کې چې نن امنيتي اندېښنې شتون نه لري او له دې وروسته دولتي ودانۍ د پخوا په شان نه ګواښل کېږي.

له بله پلوه د بيا رغونې هغه ټولې پروژې، چې د بهرنيو سازمانونو او هېوادونو له خوا يې مالي ملاتړ کېده د اسلامي امارت په بيا برياليتوب سره چارې درېدلې ده.

په کابل او د هېواد په نورو سيمو کې د بيا رغوني کارونه په جديت سره دوام لري هغه کورونه او جايدادونه چې د بيا رغونې په تګلورو کې دي ويجاړ شوي دي.

د کابل ښاروالۍ او په اسلامي امارت کې نورو مسوولو بنسټونو اعلان کړى، چې د کورونو د ويجاړولو په بدل کې به د هغه خاوندانو ته پيسې ورکړي.

په پلازمینه کې د اسلامي امارت عمراني عمليات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په تېرو شلو کلونو کې په دغه ښار کې د جوړولو او بيا رغونې کارونه ښه شوي دي.

د اپارتمانونو او سوپرمارکېټونو جوړول او پيرودنې او پلورنې د مرکزونو جوړول د کابل څېره تر زياتې اندازې پورې بدله کړې وه؛ خو په تېره دوره کې د کابل عمراني طرحو زيات منتقدين هم لرل او زياتو کسانو د دغو طرحو ترسره کول له فساد او سترو بډو سره تړلي بلل خو داسې نه ده؛ په  کابل کې د جوړولو او بيا رغونې د کار د پيل بهير ساده شوى او کابل ښاروالۍ خپلو مراجعينو ته زياتې اسانتياوې په پام کې لري هغه څه چې مهم دي دا دي، چې مراجعين د بيروکراسۍ ښکار نه کېږي او د خپلو قانوني کارونو لپاره غير قانوني غوښتنو ته لبيک ووايي په افغانستان کې د نوي نظام مسوولين له ادراي فساد سره مبارزې ته په جديت سره دوام ورکوي او بريالي هم دي.

\ ج \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا