سیاستخبرونهTOP

وانګ یو: چین له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته ژمن دی او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي

 کابل، د لړم ۴مه، باختر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان له پاره د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او چین ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او د دې پروژو د عملي چارو پر پیل هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال په دې کتنه، د دواړو هېوادونو اوږدو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې اسلامي امارت غواړي دغه اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې چین په نړیوال اقتصادي فورم کې اوسمهال تر ټولو ښه ځای لري او د چین له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

برادر همدارنګه زیاته کړه، چې افغانستان پراخې طبیعي زېرمې لري او اوسمهال تر بل هر وخت دلته د پانګونې ښه زمینه برابره ده.

نوموړي د چین له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې افغانستان د (یوکمربند او یوه لار) په پروژه کې شامل کړي.

د چین سفیر وانګ ‌یو د خپلو خبرو پر مهال وویل، چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې هېواد به یې ډېر ژر په هغو پروژو چې د چین له لوري پیل شوې وې، عملي کار پیل کړي او هغه لویې پروژې چې د نړېوال بانک یا هم د آسیا پراختیایي بانک له لوري تمویلېدې او اوس نیمګړې پاتې دي، غواړي بشپړې کړي.

نوموړي د اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، ترڅو هغه پروژې په ګوته کړي، چې ورته لومړیتوب لري.

د چین سفیر زیاته کړه، چې هېواد به یې د اسلامي امارت له لورې په مشخصو پرژو د پانګونې په موخه پلان جوړ کړي.

هېره دې نه وي، چې ملا عبدالغني برادر د چین سفیر ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو ډاډ ورکړ، چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا