(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)امنیتTOP(PS)

وانګ یو: چین پر اسلامي امارت د فشار او بندیزونو سیاست نه تائیدي

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني پرون د افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل. د چین سفیر په دغه کتنه کې وویل، چې چین د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او مونږ په دې باور یو، چې د ملتونو پرمختګ یوازې په یوهٔ آزاد او خپلواک چاپېریال کې ممکن دی او افغانان اوس همداسې یوه مسیر ته برابر شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې چین په نورو هېوادونو د فشارونو، بندیزونو او لاسوهنې د سیاستونو پلوي نه کوي او د اسلامي امارت پر وړاندې هم د فشار او بندیزونو سیاست نه تائیدي. د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په دې اړه د چین هېواد د واقعبینانه موقف ستاینه وکړه او ویې ویل په نړیوال تعامل کې د عدالت عنصر ډېر مهم دی. حقاني زیاته کړه: (تر هغو چې اخلاقي اصول په دې ساحه کې د ضوابطو په توګه حاکم نه شي، د باور واقعي فضاء نه رامنځته کېږي). د کورنیو چارو وزرات سرپرست همدارنګه وویل چې نورو ته په ذهن او عمل کې شر پالنه یو ناروغ سیاست دی، مونږ په ښو اړیکو باور لرو او د اسلامي امارت تګلاره د تعامل او تفاهم ده. د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د درې اړخیزې ناستې پایلې مثبتې وارزولې او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار وشو. افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا