کابل/ د چنګاښ ۲ مه / باختر
د هرات پولیسو پرون په دغه ولایت کې څلور تنه د وسله والې غلا په تړاو ونیول.
د هرات د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو د آمریت سرپرست عتیق الله وثیق د باختر آژانس خبريال ته وویل چې د هرات پولیسو په دوو جلاجلا پېښوکې دغه کسان د وسله والې غلا او د غیر قانوني وسلو د لېږدونې او ساتلو په تړاو د هرات ښار په مربوطاتوکې ونیول.
هغه زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه دوه تومانچې او دوه موټرسایکلونه تر لاسه شوي دي.
پاى/ سعیده