محمود راقي دسلواغې ۷ باختر
په کاپیسا کې پرون یو ځوان له لفظي شخړې وروسته خپل ورور وواژه .
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد شایق شورش د باختر اژانس خبریال ته وویل: دغه لفظي شخړه د فوټبال د نړیوالو ټیمونو د نتیجې پر سر د کاپیسا د دویمې برخې ولسوالۍ د کاریزي په ساحه کې د دوو ورورنو ترمنځ وشوه .
هغه وویل چې ددغې لفظي شخړې له امله له دغودوو تنو څخه یو یی خپل ورور د چړو په ګوزارونو وواژه .
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د ویاند د څرګندولو له مخې، قاتل له ساحې څخه تښتیدلی دی او پولیس دده د نیولو لپاره هلې ځلې کوي .سعیده