امنیت

ننګرهار ځوانان : دژوند تر ورستي سلګۍ پورې دخپلوپوځيانو تر څنګ ولاړ يو

کابل باختر د کب څوارلسمه :
دننګرهار ولايت  ځوانانو دهېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره خپل ملاتړ څرګند کړ .
دغو ځوانانو دکوټ او داچين په ولسواليو کې په غونډو کې وويل چې دژوندتر ورستي  سلګۍ پورې دخپلو دفاعي ځواکونو ملاتړ کوو او دهغوى تر  څنګ  ولاړ يو .
دغه غونډې  دويښو ځوانانو دټولنې له خوا دسلګونو تنو ځوانانو په ګډون  جوړې شوې وې
ددغه بنسټ رييس عزيز  خوږياڼي  وويل زموږ پوځيان زموږ دپت اوخاورې دفاع کوي  اودهرګواښ په وړاندې  ټټر  نيسي چې موږ  ارامه واوسو موږ تر ورستي سلګۍ  پورې  دهغوى  ملاتړ کوو او دهغوى  ترڅنګ ولاړ يو .
ددغو غونډو  په پاى کې  ځوانان لرو پرتو سيمو اوسنګرونو  ته لاړل او پوځيانو ته يې دګلانو ګيډي ورکړل او هغوى په غيږ  کې ونيول .،
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته