سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ورزش د سولې او پيوستون سمبول دى، بايد سياسي نه شي

تبصره، کابل، د ليندۍ ١٧، باختر

ورزش د سولې او پيوستون سمبول دى، ورزشکاران د سولې سفيران دي بايد په سياسي سترګه ورته ونه کتل شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د بشر حقوقو کتونکو په دې وروستيو کې د المپيک د نړيوالې کمېټې د مديره هئيات د غونډې له جوړېدو مخکې له هغو څخه وغوښتل، چې د اسلامي امارت تر ادارې لاندې د افغان ورزشکارانو ګډون په ورزشي سياليو کې تعليق کړي.

دغه غوښتنه په افغانستان کې د ورزشکارو نجونو د منع کولو په دليل طرحه شوې ده، له دې غوښتنې وروسته د المپيک نړيوالې کمېټې خبر دارى ورکړ که چېرې ښځې په افغانستان کې د ورزش اجازه ونه لري د دغه هېواد له ورزش سره به د دغه بنسټ ټولې همکارۍ بندې کړي.

دغه تصميمونه د لېندۍ په ۱۵مه د سويس په لوزان کې د المپيک نړيوالې کمېټې د مديره هیئت په غونډه کې نيول شوي دي.

له بده مرغه نن ورزشي مسلې او يا هم ټولنيز کارونه زياتره په سياسي نظر تعقيبېږي په داسې حال کې، چې ورزش له سياست څخه لرې د روغې جوړې، د دوستۍ او مينې د پيغام رسول دي؛ خو نن داسې تصميمونه شتون لري چې ښيي يو شمېرهېوادونه په دې لټه کې دې څو د ورزش نړيوال بنسټونه اړ کړي، چې سياسي او سليقوي عمل وکړي.

په ورزش کې د يو شمېر هېوادونو او کړيو لاسوهنه انکار نه منونکې مسله ده، چې زياتره له سياسي هدفونو سره تعيبېږي.

يوازې افغانستان نه دى، چې د عجولانه تصميمونه ښکار کېږي پخوا او په راتلوونکي عصر کې هم له يو زيات شمېر هېوادونو سره په ورزشي برخه کې سليقوي چلند شوى آن له توپيرسره مخ شوي چې د نامه اخيستلو اړتيا يې نشته، دا چې د بشر د حقوقو کتوونکي داسې يوه مسله بيانوي او د المپيک نړيوالې کمېټې مديره هيئت هغه ته لبيک وايي عمومي تنبه ده په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو د ورزش مسله د خبرو وړ مسله نه وه چې نور ورته لمن وهي.

د افغانستان د خلکو په نظر ورزش د خلکو، قومونو او ژبو د پيوستون او د يو بل د منلوعامل دى، ورزشکاران د سولې سفيرانو په توګه ياد شوي، چې د دوستۍ او پيوستون پيغام لېږدوي.

په اوسنيو شرايطو کې چې افغان ورزشکاران ملاتړ ته اړتيا لري بايد داسې کار ونه شي، چې په افغانستان کې ورزش او ورزشکاران د سياسي غوښتنو ښکار شي او په دغه هېواد کې  ورزشي استعدادونه له منځه لاړ شي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا