ټولنه

دډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٥ :
دافغانستان  داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  د يو پيغام په ليږلو سره په  سعودي عربستان کې  دوروستيو تروريستي پيښو له امله  چې دسر له زيانونو سره  جوختې  وې ، ددغه هېواد  دبهرنيو چارو وزير ته دډاډګيرنې او غمشريکۍ مراتب څرګند کړل.
په پيغام کې ويل شوي دي  چې دافغانستان  اسلامي  جمهوريت ددولت او خلکو په استازيتوب   دمدينې منورې  حرم او نبوي  جومات ته څيرمه  ځانمرګى تروريستي بريد چې له امله يې دنبوي  جومات يوشمير امنيتي ځواکونه شهيدان شوي دي   په کلکه غندم  او دتاسو  او ستاسو له لارې دحرمين الشريفين خادم او دسعودي عربستان باچا اعليحضرت ملک سلمان بن عبدالعزيز او ددغه هېواد مسلمان ملت ته دډاډګيرنې او همدردۍ مراتب څرګندوم .
دروژې دمبارکې مياشتې  په  وروستيو  ورځو او دنيکمرغه کوچني اختر په درشل کې  حرم او نبوي  جومات څيرمه ځانمرګي بريد له پخوا زيات په ډاګه  کړ چې تکفيري تروريستي ډلې  په هيڅ اسلامي شعايرو اواصل پابند نه دي ا و دهر څه  حرمت  ترپښو لاندې کوي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت خلک او دولت  چې دڅه دپاسه   دوو لسيزو په بهيرکې هره ورځ ددغه شان تکفيري  تروريستي ډلو  قرباني کيږي ، باور لري   چې  له نړۍ څخه  دتروريزم د ګواښ له  منځه وړل   ددغې کرغيړنې پديدې  له جرړو سره دمقابلې  اودهغوى داصلي ځالو  ددړې وړې  کولو په لاره کې ددولتونو ترمنځ ستراتيژيکي همکاريو ته اړتيالري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته