ورزش

دسيمرغ البرز او عقابان هندوکش دفوټبال ټيمونه لوبه کوي

کابل – باختردتلې١٢
دميوند اتلان او دسپين غربازان دفوټبال ټيمونو دافغانستان دغوره ليک دسياليو نيمه وروستۍ پړاوته لار وموندله.
په همدې حال کې نن مازيګر دسيمرغ البرز او عقابان هندوکش ټيمونه لوبه کوي باختر آژانس ته دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمدشاه ساير دمعلوماتو له مخې:  په هغې لوبه کې چې پرون مازيګر د ميوند اتلانو او د سپين غر بازانو دټيمونو ترمنځ وشوه، لوبه ديوې په مقابل کې په يوې سره برابر پاى ته ورسيده او دګول په تفاضل سره دواړو ټيمونو اووه اووه امتيازونه ترلاسه کړل او نيمه ورستۍ پړاوته لاره وموندله.
دغه راز ټاکل شوې ده دبي له ګروپ څخه دسيمرغ البرز او عقابان هندوکش ټيمونه نن مازيګر لوبه وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته