
کابل، د وري ۵مه، باختر
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د تېري اوونۍ زلزلۍ د دغه ولایت یو شمېر تاریخي آبدې زیانمنې او د نړېدو له ګواښ سره مخ کړې دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار باختر آژانس ته وویل، چې، یادې زلزلې د محمد شریف خان تاریخي آبده، د غزني زاړه ښار دوه برجونه او د خواجه ملک یار پرنده تاریخي مقبره زیانمنه کړې او که ورته جدي پاملرنه ونه شي، د نړېدو امکان یې شته.
نثار زیاته کړه، چې یادې تاریخي آبدې له دې وړاندې هم د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، چې راپور یې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شريک شوی وو.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یو شمېر هغو تاریخي آبدو راپور چې رغولو ته اړتیا لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریک کړی وو او د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره، د دغه تاریخي آبدو د بیا رغولو غوښتنه یې کړې ده.
لمر/آریا