ښوونه او روزنه

ورکشاپ جوړ شو .

٤١-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  دهيواد دلوړو زده کړو  په  موسسو کې  دکريدت سيستم  د ستونزو دحل کولو دلارو چارو دموندلو په  مقصد نن په کابل  پوهنتون کې يو ورکشاپ  جوړشو .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال  دخبر له مخې ، دورکشاپ  په پيل کې دلوړو زده  کړو  وزارت کفيل  پوهنوال محمد عثمان بابري  وويل  چې د کريدت  سيستم داسي واحد دى چې دهغه له مخې دتحصيلي دوري نصاب  دڅو سمسترونو په تکرار او دهر مضمون تناسب او اندازه دزده کړې  په ليږدونه کې داجرا وړ دى او محصلانو ته  زيات اوښه فرصتونه برابروي .

   بابري  وويل،  هيله لرو تر راتلونکي  کال پورې ټول پوهنتونونه او دلوړو زده  کړو  ټولې موسسې دکريدت په سيستم  کې شاملي شي .

 وروسته پوهاند بري صديقي دکريدت دسيستم پروګرام دورکشاپ برخه والو ته  بيان کړ او زياته يې کړه :دکريدت سيستم يو نوى او نړيوال سيستم دى .

   ده څرګنده کړه چې اوس دغه سيستم  دکابل دطبي  ښوونې او روزنې،  کابل پولي تخنيک ،  بلخ ، هرات ، ننګرهار او دالبيروني په  پوهنتونونو او دلوړو زده  کړو په يو شمير نورو موسسو کې عملي کيږي  خو  يو شمير ستونزې لکه دلابراتوارونو او دمناسب ځاى کمښت ، او داستادانو کمښت له هغو ستونزو څخه دي  چې دغه سيستم ورسره مخامخ دى .

 په دې ورکشاپ کې د شپږويشتو  دولتي تحصيلي  مرکزونو رييسانو او مرستيالانو ګډون کړي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته