ښوونه او روزنه

د فارياب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

کابل/ دتلې ١٥مه / باختر
د فارياب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي نوې ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د فارياب پوهنتون رييس فېروز اوزبک کريمي باختر آژانس ته وويل چې د اقتصاد پوهنځي ودانۍ د فارياب پوهنتون په انګړکې د لوړو زده کړو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ١٥ ميليونو ٤٠٠ زرو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: دغه ودانۍ اتلس درسي او څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري.
د فارياب والي نقيب الله فايق د دغې ودانۍ د پرانيستلو په غونډه کې وويل چې تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به د دغه پوهنتون ليليه په شپږو پوړونوکې، ورزشي  جمنازيوم او د دغه پوهنتون فرهنګي مجتمع هم ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته