کابل باخترد سلواغې نولسمه :
د کابل د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې پرون څلور تنه وسله وال طالبان د هغوى په پټنځيو د امنيتي ځواکونو د هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د اوزبين په سايه دره کلي کې د تروريستانو په پټنځيو د امنيتي ځواکونو د هوايي بريدونو له امله د هغوى د يوه قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ