سیاست

دمالیې وزیر د افغانستان لپاره د ډنمارک دشاهي هېواد له سفیر سره وکتل

کابل باختردليندۍ دمياشتې٥ نيټه 
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د افغانستان لپاره د ډنمارک دشاهي هېواد له سفیر ښاغلي جاکوب بریکس تینج، سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ډنمارک هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د لوړپوړي پلاوي (SOM ) ناستې په تطبیقي مېکانیزم، د ۱۳۹۷ مالي کال په ملي بودجې، په بېلابیلو سکټورونو په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې د ډنمارک هېواد پر مرستو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته