امنیت

ملاسيف الدين له خپلو افرادو سره دسولې له بهيرسره يو ځاى شو

کابل باختر آژانس د وږى ١٢:
په قوماندن لنګ مشهور دملاسيف الدين په مشرۍ يوه لس کسيزه ډله وسله وال طالبان پرون په پادغيس ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول.
د بادغيس ولايت امنيه قوماندان باختر آژانس ته وويل :دغه کسان پخوا دبادغيس ولايت په آبکمرى ولسوالۍ کې له دولت سره په ضديت کې و، چې دملي روغې جوړې دتګلارې په ريښتينولي باندې په پوهيدو سره له دولت سره يو ځاى شول.
يوه اړونده خبر ځاى وويل : دغو کسانو لس کلاشينکوفونه هم دولت ته وسپارل .امنيتى چارواکې هيله کوي چې له دې وروسته په د ابکمرى ولسوالۍ داړوندو سيمو امنيتي حالت ښه شي.
دسولى له بهير سره يوځاى شويو کسانو له دولت څخه دکار زمينې دبرابرولو او دخپل امنيت دتامينولو غوښتنه وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته