اقتصاد

په هرات کې ددويم پنځه ستوري هوټل پرانيستل .

کابل باختر  دثور  ديرشمه :
په هرات ښار کې دويم پڼځه ستوريز هوټل په فعاليت پيل وکړ .
دغه سمبال هوټل چې دخصوصي سکتور له خوا جوړ شوى دى دهرات والي محمد اصف رحيمي پرانست.
ددغه هوټل خاوند اعلام وکړ چې په راتلوونکي کې په هرات ښار کې يوسمبال تفريحي مارکيټ هم جوړوي .
دهرات والي دغه پانګونه په هرات کې داقتصادي بدلون پيل وباله او ويې ويل چې ددغه شان تاسيساتو جوړول داقتصادي ودې او دګرځندوى صنعت پياوړتيا سبب کيږي  .
دهرات والي په دغه ولايت کې اقتصادي پرمختګونه او د اقتصادي سکتور انکشاف ارزښتناک او ګټور وبلل .
دهرات والي داقتصادي بنسټونو پرانيستل دسوداګرى په پياوړتيا کې مهم  وبلل او په دې لاره کې يې دخصوصي سکتور پانګونه وستايله .
ښاغلي رحيمي زياته کړه :سيمه ئيزه اداره دخصوصي سکتور په ملاتړ ژمنه ده
داپه داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم يو پنځه ستوريز هوټل  دهرات ښاروالۍ له خوا په هرات ښار کې جوړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته